BBC News, پښتو - کور پاڼه

Top story - Pashto

کورونا وېروس:

  • د افغانستان روغتیا وزارت: عامو وګړو ته کورونا واکسین پیل شوی

    د افغانستان روغتیا و زارت وايي، مېندوارو او ماشومانو ته له تي ورکوونکو مېرمنو پرته په ټولو ۳۴ ولایتونو کې هغو وګړو ته واکسین لګول پیل شوي چې عمرونه یې له اتلسو کلونو پورته دي. د افغانستان روغتیا وزارت وايي، نږدې یو میلیون واکسین ور سره دی چې پنځه لکه ډوزه هند مرسته کړې او ور سره څلور لکه اته شپېته زره د واکسین نړیوالې ادارې له خوا مرسته شوې ده.

  • هند کې يوه ورځ د کورونا وېروس يو نيم لک مثبتې پېښې؛ سل ميليونه کسان واکسين شول

    په هند کې د کورونا وېروس دويمه څپه په ټول هېواد کې خپره شوې او د يکشنبې په ورځ پر دغه وېروس د اخته کسانو شمېر له ۱۵۳ زرو واوښت. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال له جنورۍ مياشتې راهيسې په هند کې ۱۰۰ ميليونه خلک واکسين شوي چې له چين او امريکا وروسته تر ټولو لوړ شمېر دی.

  • کورونا وېروس: برازیل کې ۲۴ ساعتونو کې ۴ زره مړي؛ پاکستان او ایران کې وضعیت جدي دی

    په برازیل کې په لومړي ځل په یوه شپه او ورځ د کورونا وېروس له امله له څلور زرو زیات کسان مړه شوي او د افغانستان په ګاونډ ایران کې ټول لوی ښارونه د کورونا وېروس له امله د خطر لوړې کچې ته رسېدلي دي. بله خوا د افغانستان ګاونډیو پاکستان او ایران کې هم مثبتې پېښې په چټکۍ ډېرېږي.

  • کورونا وېروس د نړۍ پر نقشه

    کورونا وېروس نقشه

ځانګړي مطالب

  • ایا افغانستان کې شل کاله جګړه په دومر�� قربانیو ارزېده؟

    امریکايي او بریتانوي ځواکونه له شل کلن حضور وروسته له افغانستان وځي. د امریکا ولسمشر جو بایډن روانه میاشت اعلان وکړ چې افغانستان کې به خپل پاتې له ۲۵۰۰ تر ۳۵۰۰ زره ځواکونه د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې وباسي. په دې موده افغانستان کې له ۲۳۰۰ ډېر امریکايي سرتیري وژل شوي او تر ۲۰ زرو ډېر نور ټپی شوي دي. خو تر ټولو ډېر زیان پخپله افغانانو ګاللی. تر ۶۰ زرو ډېر افغان امنیتي پرسونل او د همدې شمېر نږدې دوه برابره ملکي افغانان وژل شوي دي. اوس دغو ځاني او مالي لګښتونو ته په کتو ډېر دا پوښتنه کوي چې ایا دا جګړه په دومره قربانیو ارزېدله؟

  • راول کاسټرو ۶۰ کاله وروسته د کیوبا له کمونېست ګوند له مشرۍ لاس پر سر شو

    د فیډل کاسټرو ورور، راول کاسټرو د کیوبا د کمونېست ګوند له کابو شپږ لسیزې مشرۍ وروسته د ګوند له مشرۍ استعفا کړې ده.

  • اویغور مسلمانان: چین د سینکیانګ د وګړو مالومات له کلنۍ احصایې لرې کړل

    چین کې اویغور مسلمانان وايي، د دغه هېواد حکومت سینکیانګ ولایت کې د وګړو او زېږ کچې( په کال کې د زېږېدلو ماشومانو) اړوند مالومات د احصایې له کلني نوملړ لرې کړي دي. پر چینايي چارواکو تور دی چې سینکیانګ کې د لږکیو اویغور مسلمانانو ښځې اچووني(د جنین سقطولو)، شنډلو او د مېندوارۍ اجباري مخنیوي ته هڅوي.

  • "له افغانستانه وتل ولسمشر بایډن ته خطر هم لرلی شي"

    یو نسل امریکایان په یاد ��ري چې له جنوبي ویتنامه د امریکایانو تر وتلو وروسته څنګه له لاسه واته، او دا چې امریکا تورنه بلله کېده چې د وینې بهونې مسوله وه. د افغانستان کورنۍ جګړې ته ورته پایله ورکول د امریکا پر حیثیت عین داغ پرېښودی شي.

نیمه نړۍ

  • فیوسا عثماني؛ د قانون له استادۍ تر ولسمشرۍ

    د کوسووا پارلمان د قانون یوه ښوونکې فیوسا عثماني سادريو د هېواد ولسمشره ټاکلې. دا دویم ځل دی چې یوه ښځه د کووسوا ولسمشره ټاکل کېږي.

  • ویډیو, "غواړم پراشوټ سره له الوتکې ټوپ وکړم", موده 2,42

    پاراګلایډنګ (Paragliding) له الوتکې یا لوړ ځایه ټوپ وهل او بیا د مصنوعي‌ وزرو په مرسته هوا کې الوتلو ته وایي. دا تر ډېره د نارینه و لوبه بلل کېږي،‌ خو د پېښور اوسېدونکې بېنظیر اعوان د پښتونخوا لومړنۍ مېرمن ده چې دا لوبه کوي.

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه

نړۍ دا وخت

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږو بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.

حکمتیار: طالبان دې د سولې له مذاکراتو سره پرېکون نه کوي

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تازه غبرګون کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو ځنډېدل د افغانستان د روان کړکېچ په هواري کې مرسته نه کوي. نوموړي کابل کې یوې خبري غونډې ته پر طالبانو هم غږ کړی چې د سولې له مذاکراتو سره پرېکون ونه کړي. ظاهراً طالبانو د حکمتیار دې خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

خیبرپښتونخوا کې د نادرکه زامنو مور: "سترګې مې تل دروازې ته وي، که ګوندې راشي"

پاکستان کې د نادرکه خلکو شمېر کم نه دی. که یو ځای د چا مېړه ورک دی نو بل ځای بیا د بل پلار نادرکه دی او یا هم د چا زوی. خو په دوی کې یوه داسې مور هم شته چې څلور زامن یې له پنځو کلونو راهیسې تري تم دي. جان پري ۷۵ کلنه او کونډه ده او څلور زامن یې نادرکه دي.

روسیې ۱۰ امریکايي ډیپلوماټان وایستل او مسکو کې یې د امریکا سفیر ته د وتلو وړاندیز وکړ

یوازې یوه ورځ وروسته له هغې چې امریکا د روسیې پر وړاندې نوي بندیزونه اعلان کړل، مسکو یې په غبرګون کې ویلي چې ۱۰ امریکايي ډیپلوماټان باید د روسیې له خاورې ووځي.

افغانستان د شل اوریزو کرېکټ لوبو لړۍ له زمبابوې وګټله

د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د افغانستان او زمبابوې تر منځ د کرېکټ شل اوریزو سیالیو لړۍ په دریمه او وروستې لوبه کې افغانستان د ۴۷ منډو په توپیر بریالی شو.

روغتون کې اورلګېدنه؛ ډاکترانو د اور لمبو کې د زړه جراحي عملیات وکړل

د روسیې یوه روغتون کې ډاکترانو داسې مهال د یوه ناروغ د زړه پرانیستي جراحي عملیات په بریالیتوب سره بشپړ کړل، چې د روغتون چت کې اورلګېدلی و او د اور وژونکو ډلې یې د کنټرولولو او وژلو هڅه کوله. د روسیې لرې ختیځ کې د بلاګووېشچینسک ښار له دغه روغتون څخه ۱۲۰ کسان ایستل شوي او د اورلګیدنې له کبله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ترلاسه شوی.

دایکندي کې سوختوک برېښنا بند ګټې اخیستلو ته وسپارل شو

د افغانستان د بریښنا شرکت وايي، په دایکندي ولایت کې د سوختوک برییښنا بند ګټې اخیستې ته وسپارل شو. دغه اداره وايي، سوختوک بند د ۷۰۰ کیلوواټه بریښنا د تولید توان لري او دا مهال د نیلي ښار زر کورنۍ له دغې بریښنا ګټه اخلي.

نیو زیلنډ نړۍ کې په لومړي ځل د اقلیمي بدلون د مخنيوي اصول وړاندې کوي

نیوزیلنډ به د نړی په کچه لومړنی هېواد شي چې د اقلیم د بدلون د اغېزو په اړه راپور ورکولو ته د خپلو مالي شرکتونو د اړیستلو قانون وړاندې کوي.

مصري معماران له داعش سره جګړه کې وران شوی د موصل لرغونی جومات رغوي

د مصري ودانګرو (معمارانو) یوې ډلې د عراق د موصل ښار د لرغوني النوري جومات د رغولو دواطلبي ګټلې ده. دا جومات په ۲۰۱۷ کال د عراقي ځواکونو لخوا د اسلامي دولت (داعش) له وسله والو د موصل ښار د پاکولو د عملیاتو پر مهال د دغو وسلوالو لخواو ویجاړ شوی و.

ځانګړې پاڼه

  • روژه په انځورونو کې؛ د نړۍ لروبر کې 'د اسلام مبارکې میاشتې' پیل

    نن سې شنبه د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو کې لومړۍ روژه ده. افغانستان عموماً له سعودي عربستان سره یو ځای روژه اعلانوي، خو ځینو هېوادونو کې به چارشنبه لومړۍ روژه وي.

  • د شهزاده فېلپ ژوند په انځورونو کې

    د یونان په کورفو ټاپو کې د کوجنیوالي له ژونده بیا په سکاټلنډ کې د ښوونځي تر دورې او له ملکې الیزابیت سره تر ګډ ژوند پورې د شهزاده فېلپ ژوند د انځور په ژبه.

  • د نړۍ جالب خبري انځورونه

    د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو هغه جالب عکسونه چې تېره اوونۍ پر همدې موضاعاتو خبرونه ول.

  • دعکسونو ګالري, کمال خان بند په انځورونو کې

    افغان ولسمشر محمد غني د چارشنبې په ورځ ځايي وخت نږدې لس نیمې بجې نیمروز ولایت کې کمال خان بند رسما پرانیست.له نوموړي سره دې مراسمو کې خپل دوه مرستیالان او د کابینې غړي هم و.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۲:۰۰, ۱۸ اپریل ۲۰۲۱, ۲۹،۳۰ موده

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۱۷ اپریل ۲۰۲۱, ۲۹،۳۰ موده

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • راديويي څپې

    غږیز کتاب

    واورئ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, موده 29,30

    خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.

    د راډیو لپاره ښه غږ څه ډول وي؟

    ولې د ځینوراډیويي او ټلویزیوني نطاقانو یا ویاندانو غږ د خلکو خوښېږي او د ځینو نورو يې بد ایسي؟ په راډیو یا ټلویزیون کې ستاسو غږ څنګه کیدای شي په زړه پورې وي؟ د بي بي سي اکاډیمي یوه مسئوله مدیره کیتي لوګن په دې اړه هغو کارپوهانو اوروزونکو سره خبرې کوي چې په کلونو کلونو يې زیات شمېر خلک روزلي چې د مایکروفون په وړاندې څنکه ښه وغږېږي.